کورنیو چارو وزارت، د پاسپورت عمومي رییس د توقیف ادعا په اړه وایي، هغه او ځینې نور امنیتي چاروکي، ننګرهار کې د ځمکو اړوند لاریونونو د وضاحت لپاره د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي او د پاسپورټ رياست اړوند داسې کومه خبره نه شته چې د اندېښنې وړ وي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې يوه ماشوم زدهکوونکي داسې يوه اله جوړه کړې چې پر مټ يې سولري تختې په لمر پسې تاوېږي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالي کې د تندر لوېدو پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په جلالاباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو ۱۵ دفترونه وتړل شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رييس وايي، پلان لري ننګرهار پر اقتصادي زون بدل کړي او په دې برخه کې یې لومړني کارونه پيل کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو زرګونه ناروغانو ته د وړیا خدمتونو وړاندې کولو په موخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې کمپونه جوړیږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په جلالاباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د ۲۵ سياحتي شرکتونو دفترونه تړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې ۲۲۹ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې نهه کسان هم نیول شوي دي.
افغان کرکټ بورډ وايي، ننګرهار کې یې د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د میرویس نیکه جام د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیل کړې دي.
د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځکړتوب په دوستۍ بدله شوه.
ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو پروګرام (يواېنهبیتات) له خوا په جلالاباد ښار کې د سړکونو د خونديتوب پروژه پيل شوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په جلالاباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د شلو سياحتي شرکتونونو دفترونه تړل شوي دي.