Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د نيمروز په ابریشم بندر کې یو کس چې غوښتل يې څه باندې ۸۰۰ زره امريکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي، نیول شوی دی.
نیمروز کې یو شمېر میندې وايي، د دې لپاره چې د خپلو کورنيو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ نه شي، د امېدوارۍ پر مهال یې د نجلۍ جنینیونه سقط کړي دي.
نیمروز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو لورو دوه کسان هم وژل شوي، د ځايي مسوولینو، مخورو او دیني علماوو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د سټندرډ ملي اداره وايي چې په تېره یوه اونۍ کې یې ۳۰ ټانکره بېکیفیته تیل د نیمروز بندر له لارې بېرته ایران ته ګرځولي دي.
نیمروز کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه کس جسد چې د دغه ولایت د زرنج – دلارام پر لویه لار د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژل شوی، موندل شوی دی.
نیمروز کې لس کلنه فاطمه یوه له هغو ماشومانو ده چې د خپلې کورنۍ د اعاشې لپاره کباړ ټولوي، له ا.ا غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغلاچونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې به څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس چې چاودېدونکي توکي يې پر ځان تړلي وو او غوښتل یې د نیمروز ولایت مقام کې چاودنه وکړي، خپلې موخې ته له رسېدو مخکې وپېژندل شو او له منځه یووړل شو.
نیمروز ولایت کې ځايي مسوولین ایران ته د لس ټانکره بېکیفیته تېلو له ګرځولو خبر ورکوي.
د نيمروز ولايت د نورم او سټنډرډ اداره وایي، له ایرانه وارد شوي۳۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زرنج ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او یو بل کس ټپي شوی دی.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP