Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
د نیمروز ولایت روغتیايي مسوولین په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ښايي د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېږي.
د نیمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د سوالګرو له زیاتېدو اندېښمن دي چې د دغه ولایت مسوولین وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې ۲۰۰ سوالګر په نښه او د حکومت د اوږدمهاله مرستو پروګرام تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.
. . .
د نیمروز امنیتي مسوولینو د دغه ولایت چخانسور او چهار برجک ولسوالیو کې د جنګي تجهیزاتو د دوو زېرمو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د نیمروز د پوهنې ریاست د دغه ولایت پوهنې برخه کې د ستونزو په منلو سره وايي، د ښوونکو، درسي کتابونو او چاپ وسایلو د کمښت ستونزې هوارولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي دي.
په نیمروز ولایت کې ځیني د باروړونکو موټرو چلوونکي وایي، د ترانسپورټ اداره په دلارام سیمه کې ورڅخه پیسې اخلي، خو دغه اداره وایي چې دا ترانسپورټي کمېشن دی.
په نیمروز ولایت کې یوې ښځې د خپل خاوند په همکارۍ په لومړي ځل، د سینګار او روغتیايي توکو انلاین/ پرلیکه پلورنځی جوړ کړی دی.
ځایي سرچینې وایي چې نیمروز ولایت کې یوه کس د خپلې ښځې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ۹ غړي وژلي دي.
د نیمروز د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې له ۴۰ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه د له منځه تلو خطر سره مخ ده.
د نیمروز عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د رحیم ګل په نوم ۳۰کلن ځوان چې اووه کاله مخکې یې کوژده کړې؛ لا هم د ولور نه ورکړې له امله نه دی توانېدلی چې خپله کوژدنه راواده کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP