ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېره غبرګولي میاشت کې نږدې ‍۱۲۵ زره لېتره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

په تېره غبرګولي میاشت کې نږدې ‍۱۲۵ زره لېتره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

author avatar
3 Jul 2023 - 18:29
په تېره غبرګولي میاشت کې نږدې ‍۱۲۵ زره لېتره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي
ارشیف
author avatar
3 Jul 2023 - 18:29

زرنج (پژواک،۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): نیمروز کې ځیني اوسېدونکي او موټرچلوونکي په داسې حال کې د بې‌کیفیته تېلو له شتونه شکایت لري چې مسوولین وایي، د روان کال په تېره غبرګولي میاشت کې یې نږدې ۱۲۵ زره لېتره بې‌کیفیته تیل بېرته ایران هېواد ته ګرځولي دي.

د نیمروز د کنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او موټرچلوونکي شېراحمد بلوچ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کنګ له پولې نیمروز ته د تېلو قاچاقي واردات نه یوازې د نیمروز، بلکه د هېواد په کچه لویه ستونزه ده او خلک، په ځانګړې توګه موټرچلوونګي زیانمنوي.

هغه زیاته کړه: «له درېیو میاشتو راهیسې مې څلور ځلې د موټر سیفون بدل کړ، ۷ زره افغانۍ تاواني شوم، واردېدونکي تېل خالص نه دي، خاوره لري او ډېره ککړ وي، ځیني وخت د موټرو د عوارضو لامل کېږي.»

د زرنج اوسېدونکی عبدالله هم په دغه ولایت کې د بې‌کیفیته تېلو له شتونه شکایت لري او وایي، تېل پلورونکي د سړکونو غاړو ته په بوشکو کې تېل پلوري چې ټول بې‌کیفیته دي.

هغه چې ځمکې لري وایي، د بې‎کیفیته تېلو له امله یې تراکتور خراب شوی او اوس په سختۍ خپله ځمکه په بېل اړوي.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې د بې‎کیفیته تېلو له واردېدو او پلوره دې مخنیوی وکړي.

د یاد نیمروزي اوسېدونکي د ادعا پر اساس، تېل د کنګ لارې ترڅنګ د ابریشم پولې له لارې هم په قاچاقي ډول په باروړونکو موټرو کې هېواد ته واردیږي.

هغه ادعا کوله: «موټرچلوونکي تېل په دوه لېتره بوتلونو کې تر بارونو لاندې او یا د موټر دننه ځای پر ځای کوي او پټوي یې او بیا رالېږدوي چې له دغه کاره ښه ګټه ترلاسه کوي، که ګیر شي، بیا پوله ساتو ته پیسې ورکوي.»

هغه هم په یاد ولایت کې د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو او پلور د مخنیوي غوښتنه کوي.

خو د نیمروز د نورم او سټندرډ ملي ادارې مالي مدیر مطیع‌الله صابر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا اداره د بې‌کیفیته تېلو وارداتو مخنیوي لپاره هره ورځ د تېلو او ګاز د ټولو ټانکرونو چې د نفتي توکو د امریت له لوري ورپېژندل کېږي، کیفیت تثبیتوي.

سرچینې څرګنده کړه چې بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په غبرګولي میاشت کې د ډېزل تېلو ۴۷۹ ټانکر او د پټرولو ۱۷۶ ټانکر د دې ادارې له لوري په لابراتوار کې کتل شوي او معلومه شوه چې له معیارونو سره برابر وو، خو پنځه ټانکره بې‎کیفیته تېل د ۱۲۴۹۰۰ لېتره په وزن بېرته ګرځول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «اوس تېل په بې سټنډرډ ډول له ابریشم پولې په بوشکو کې هېواد ته واردیږي چې د مخنیوي مسوولیت یې د ګمرک ریاست او نفتي توکو امریت لري او سربېره پر دې تېل له ایرانه کنګ ولسوالۍ ته راوړل کېږي چې د کنټرول مسوولیت یې د نفتي توکو عمومي مدیریت پر غاړه دی.»

په دې اړه مو د نیمروز ګمرک له مسوولینو سره پرله‌پسې اړیکه ونیوه خو ځواب یې ورنه کړ.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.