Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمېر پرمختیايي پروژو کار پيل شو.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین په دغه ولایت کې د ګازنیونې پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې په دغه روغتیایي مرکز کې د ګازنیونې څه باندې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي.
د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني چې د دواړو خواوو له لوري دوه کسان په کې وژل شوي وو، د قومي مخورو او ځايي مسوولینو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د تېلو له ټانکونو سره د کم واټن او د ایمني ټکو نه مراعتولو له امله لسګونه د تېلو هټۍ د ګومارل شوې کمېټې له لوري تړل شوې دي.
هرات کې د اسلامي او اصیل خط د هنر ژوندي ساتلو په موخه نن دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او د هرات د خطاطانو ټولنې په کوربهتوب د «نسیم مهر» په نوم څلور ورځنی ننداتون پرانیستل شو.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې له یوه شرکت سره یې په هرات ولایت کې د دوو ذخیروي بندونو د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
کابل کې د ترکیې سفارت وايي چې د افغانستان د خلکو لپاره یې د هېواد ۷۲۴ ټنه نوره بشري مرسته هرات ته رسېدلې ده.
هرات کې ځایي سرچینې وايي چې د ټاپي پروژې رییس د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي چې د دې پروژې د نلغځونې چارې په چټکۍ روانې دي او د افغانستان په خاوره کې تر اوسه درې کیلومتره نل غځول شوی دی.
۴۹ کلن احمدشاه په هرات ښار کې د اهنګرۍ په یوه واړه دوکان کې د دغه صنعت ساتلو لپاره هڅې کوي؛ کلونه کېږي چې اوسپینز توکي جوړوي، اوس په ډېرې ناهیلۍ وايي چې بازار د پخوا په څېر رنګ نه لري.
هرات کې یوې ښځې د غالیو اوبدلو یوې کارخونې په جوړولو سره ۳۰ نورو بېوزله ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې لسګونه روږدي د درملنې او مراقبت له ۱۲ میاشتنۍ دورې وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د هرات ولایت امنیه قومانداني وايي چې د هرات ښار د دوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې یو وسلهوال غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP