Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نن سهار زلزلې له امله یو کس مړ او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د ریاستالوزارء اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې زلزلهځپلو ته ډاډ ورکړی چې د زلزلې له امله وران شوي کورونه به یې بېرته په اساسي ډول جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا وایي، غړو یې د دې شورا ناسته کې د هرات خونړۍ زلزلې قربانیانو ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر په هرات کې د دغه هېواد له میشت سرقنسول سره په ګډه د دغه ولایت له زلزلهځپلو سیمو لیدنه وکړه او سلګونو زیانمنو شوو کورنیو ته یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ یو پلاوی هرات ته روان شوی دی.
. . .
لس روغتیايي ټیمونه د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه له کندهاره دغه ولایت ته ولاړل.
د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات له زلزلهځپلو سره ۲۰۰ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت له زلزلهځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او وایي، د دغه بورډ له کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې ټولولو لړۍ هم روانه ده چې له بشپړېدو سره به د هرات پر اړمنو کورنیو وویشل شي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې ټولولو په موخه صندوقونه کېښودل شول.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخکې ویلي وو چې هرات کې زلزلې نږدې ۱۱۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې، خو اوس وایي، دا شمېرې سمې نه دي او ۲۰۵۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د هرات ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د دغه ولایت په زندهجان او غوریانو ولسوالیو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP