د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو تازه د انجې کرلو ته مخه کړې او زیاتوي چې د انجې ګټه د کوکنارو په نسبت درې برابره ډېره ده.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه کسان له سلګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشهیې توکو سره نیول شوي دي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو لاسرسی نهلري او زیاتوي چې باید لږ تر لږه ۳۷ نوي روغتیایي مرکزونو ورته جوړ شي.
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د یوې ځايي مووسسې په همکارۍ د مرغدارۍ او مالدارۍ سلو فارملرونکو ته د حيواني سرې تولید برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شمالي نوزاد ولسوالي کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو درانه مالي زیانونه اوښتي دي .
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي چې تېر کال په دغه ولایت کې د وړم کال په پرتله د شاتو تولیدات دوه برابره ډېر شوي خو د مچیو فارملرونکي بیا د بازار له نشتوالي شکایت کوي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشهیي توکو پروسس درې کارخونې له منځه وړې دي.
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قطر هېواد شاهي کورنۍ د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۵۰۰ یتمانو لپاره د یوه عصري او معیاري ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ځایي مسوولین وايي، د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یو کس او د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو دوه کسان سیندونو کې د ډوبېدو له امله مړ شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ځايي مسوولین وايي، په اروزګان او هلمند ولایتونو کې د سېلابونو او د خونې چتونو لوېدو پېښو کې شپږ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د یوه کور اووه غړي مړه شوي دي.