لښکرګاه (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې ریاست له لوري د یوې ځايي مووسسې په همکارۍ د مرغدارۍ او مالدارۍ سلو فارملرونکو ته د حيواني سرې تولید برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر شاهمحمد خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوې ځایي مووسسې له لوري یې په درېیو دورو کې ۶۰ د غواګانو فارملرونکو او ۴۰ تنو د چرګانو فارملرونکو ته د حیواني سرې د جوړولو او تولید برخه کې روزنه وکړې ده.

هغه وویل، موخه یې دغه ولایت کې کروندګرو لپاره د حیواني سرې تولید او له بهر څخه د نورو کیمیاوي سرو د واردولو مخنیوی دی.

نوموړي وویل: «کوم کسانو ته چې مونږ روزنه ورکړې ده، هغه د حیواناتو څخه چې کوم واښه پاتې کېږي، د هغه څخه د کمپوسټ (حیواني سره) جوړولو په برخه کې ده، له همدې لارې به هغه خلک چې کروندې لري، هغوی به خپلو ځمکو کې ترې استفاده وکړي، کرنه به میکانیزه شي او زیات حاصلات په لاس راوړي.»

نوموړي زیاته کړه، د یادې همکارې موسسې له لوري یاد شمېر فارملرونکو ته د کمپوسټ (حیواني سرې) جوړولو لپاره اړین وسایل هم ورکړل شوي چې بېلچې، ښاخۍ، موزې او یو شمېر نور توکي پهکې شامل دي.

د هغه په خبره، له یادو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې به فارملرونکي حیواني سره جوړوي چې کروندګر به په خپلو ځمکو کې ورڅخه ګټه اخلي.