د هلمند امنیه قوماندانۍ وايي چې په څلورو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او زرګونه مرمۍ ترلاسه شوې دي.
د شهیدانو او معولولینو چارو وزارت له لورې په هلمند او کاپیسا کې ۲۳۱ معلولینو ته ویلچیرونه ووېشل شول.
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه او هلمند کې شاوخوا ۲۰ روغتیایي مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیستم لګولو پروژې چارې پیل شوې.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي، خو ځایي مسوولین بیا وايي چې هڅه کوي نوي مرکزونه پرانیزي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر سختو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان وايي چې د بېوزلۍ له امله زدهکړې ترې پاتې دي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د سلګونه کیلوګرامه سرب او مسو د قاچاق مخنیوی شوی او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي، تېرو دوو ورځو کې یې د دغه ولايت د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو کې ۱۳ کسان د غلا په تور نیولي دی.
د هلمند امنیتي مسوولین خبر وایي، چې په موسیٰ کلا ولسوالۍ کې یوه ماشومه نجلې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شوه.
هلمند کې یو شمېر کروندګر وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول شوی، خو حکومت تر اوسه د بدیل کښتونو برخه ورسره همکاري نه ده کړې.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې په مرکز لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنیو اسعارو د کارونې په تور ۱۷ تنه نیول شوي دي.
. . .
د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د وچکالۍ له امله یې فصلونه او ۵۰ کلن باغونه وچ شوي او که دغه حالت دوام وکړي اړ دي نورو سیمو ته کډې وکړي.