د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان کړکېچ په تړاو وایي، امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی، دواړه لوري دې له زغم کار واخلي او ستونزې دې د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت «د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې ویلي چې ا.ا ته سیمهییز ثبات او امن مهم دی او هڅه به یې دا وي چې دا شخړه له سولهییزې لارې هواره شي.