Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي چې د ګوزڼ یا پولیو واکسین د تطبیق پروګرام به د هېواد په ټولو سیمو او بانډو کې د مساجدو له لارې پلی شي.
د افغانستان د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو مرستيال وايي چې تېر کال د هېواد په کچه د خلکو او قومونو ترمنځ څه باندې ۴۰۰ شخړې هوارې شوې دي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېره میاشت کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو له لارې افغانستان ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان مېلادي کال په تېرو نږدې نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۰ زره او ۷۲۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۵۸ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۵۰ نور بېرته رغېدلي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست، تېره ورځ اروزګان کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه دي روانې، بلکې لګښتونه یې له ولس څخه په راټولېدونکو مالیاتو پوره کېږي.
د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست وایي چې د هېواد په زندانونو کې له دوو تر درېیو زرو کسان پر حرفوي زدهکړو بوخت دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې لوی رییس وايي چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې د زر ښځو په ګډون ۱۱زره کسان د بند شپې او ورځې تېروي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې د زدهکړو په دولتي او غیردولتي مرکزونو کې څه باندې ۷۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه د قومونو او قبیلو ترمنځ څه باندې ۳۰۰ لویې او څه باندې ۵۰۰ وړې شخړې او دښمنۍ حل و فصل کړې دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د کراټې ملي لوبډلې لپاره ۸۰ لوبغاړي په کیوکېشن او امتیازي سبکونو کې غوره شول.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رییس سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکټور د ټینګښت برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن