Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سخت ورښت، بادونو او سېلاب راوتلو له اټکل کېدو خبر ورکړی دی.
د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې له استازې، د انګلستان سفارت له سرپرست او د اسپانیا په سفارت کې د افغانستان د چارو له مسوول سره په لیدنه کې سېلابځپلو ته د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او تندر پرېوتو او د سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څلورو کلونو وروسته، نن سهار کابل ته راغی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د کونړ او غزني ولایتونو والي او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال وحیدالله کلیمزی د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د هېواد ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول بغلان کې د سېلابځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، بلخوا ځینو اشخاصو له دغو سېلابځپلو سره نغدي مرستې اعلان کړې دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه ۱۰ زره او ۹۹۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتمال خبر ورکوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۲ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۵۹۰۰ ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د ا.ا مرستیال ویاند وايي، په روانه غويي میاشت کې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې د اتو مهمو پروژو چارې پیل شوې چې ۴۱ اعشاریه ۷۷ میلیارده افغانۍ لګښت یې حکومت او ۲.۴۷۰ میلیارده افغانۍ لګښت یې خصوصي سکټور ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن