Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ټولګټو وزارت وايي چې د وروستۍ یوې اونۍ په اوږدو کې د هېواد اوسپنې پتلیو له لارې ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د مالیې وزارت وایي، تېره چنګاښ میاشت د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته وارد شوي ۱۶۶ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان میلادي کال د جولای تر ۲۶مې یو میلیون او ۶۶۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې تېر کال د کرنې په سکټور کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو له خوا شاوخوا ۱۹۲ میلیون ډالر لګول شوي او ۲۳۵ پانګهوالو ته د څه باندې ۱،۴ میلیارد افغانیو پانګونې زمینه هم برابره شوې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ وبلل شوه چې له مخې به یې په هېواد کې د کبانو روزنې اووه زره او ۷۰۰ نوي فارمونه جوړ شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شوو له مهارتونو او زدهکړو ګټه پورته شي.
یو شمېر ډاکټران په داسې حال کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ ډېرېدو خبره کوي چې د عامې روغتیا وزارت د روان ميلادي کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه د دې ناروغۍ د څلور زره شکمنو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو د راستنو شوو کډوالو اولادونه به د هېواد ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.
د مالیې وزارت وايي چې د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره بېکیفیته وارداتي تېل بېرته ګرځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال د هرات د اسلامکلا بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو اعلان کړی چې د هوا د ډېرې ګرمېدو له امله د هېواد د سړو سیمو ټول ښوونځي د چنګاښ له ۱۱مې بیا تر ۱۵مې رخصت دي او د چنګاښ له ۱۶مې نېټې څلورنیممیاشتنۍ ازموینې پيلېږي.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک له خپلې وروستۍ بریا وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP