ژبه

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

توسط خواجه نصیراحمد صدیقی

اگست 23, 2025 - 4:36 pm

Views: 388

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت نن (شنبه، د وږي لومړۍ نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې سبا په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان‌وردګو ولایتونو کې د سخت باران، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو احتمال شته.

سرچینه لیکي چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو اټکل شوې ده.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت دغه‌راز لیکلي چې په سوېل‌ختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو احتمال شته چې په بېلابېلو سیمو کې به یې سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتر وي.