د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو د راستنو شوو کډوالو اولادونه به د هېواد ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.
د مالیې وزارت وايي چې د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره بېکیفیته وارداتي تېل بېرته ګرځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال د هرات د اسلامکلا بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو اعلان کړی چې د هوا د ډېرې ګرمېدو له امله د هېواد د سړو سیمو ټول ښوونځي د چنګاښ له ۱۱مې بیا تر ۱۵مې رخصت دي او د چنګاښ له ۱۶مې نېټې څلورنیممیاشتنۍ ازموینې پيلېږي.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک له خپلې وروستۍ بریا وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په هېواد کې شاوخوا ۶۰۰۰ صنعتي فابریکې په رسمي ډول فعالې دي چې پر مټ یې اوسمهال افغانستان په ۱۳۰ برخو کې په بشپړ او په سلو کې په نیمه ډول ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، نن او سبا د هېواد په شلو ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.
مسوولین وایي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د جرګو او مرکو له لارې ۲۶۵۰ شخړې او دښمنۍ هوارې شوې، بلخوا شنونکي دا چاره د ټولنیز ثبات رامنځته کېدو او د خلکو ترمنځ د کرکې د له منځه تلو لپاره مهم ګام بولي.
د مالیې وزارت وایي، په تېره غویي میاشت کې د هېواد له یو شمیر ګمرکونو څخه ۱۸۴ ټانکړه واردېدونکي بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.
د عدليې وزارت سرپرست غزني ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې تر اوسه د هېواد په کچه درې میلیونه او ۹۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
لوګر کې حکومتي چارواکو د دغه ولایت د سیمهییزو او ملي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاستهراوړنه ده او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.