غزنيښار (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): د عدليې وزارت سرپرست غزني ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې تر اوسه د هېواد په کچه درې میلیونه او ۹۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
له نوموړي سره غزني ولایت ته په سفر کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د سرحدونو او قبایلو وزارت معین مولوي محمداسماعیل غزنوي، د چارو ادارې لوی رئیس مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازی او د امارت د قضایاوو لوی ريیس مولوي احسانالله وثیق هم ملګري دي.
د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس مولوي عبدالحکیم شرعي چې یوې غونډې ته یې خبرې کولې وویل چې د تېرو حکومتونو په دوران کې د زورواکۍ، بدمعاشۍ، امتیازطلبۍ او بېعدالتۍ له کبله په هېواد کې میلیونونه جریب دولتي ځمکه غصب شوې ده.
هغه زیاته کړه، د کمېسیون له ایجاده تر اوسه پورې په ټول هېواد کې درې میلیونه او نهه سوه زره جریب غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول شوې او په میلیونونه جریب نوره ځمکه د کمېسیون تر کار لاندې ده، څو راوګرځول شي.
د نوموړي په خبره، په غصب کې تر ډېره د وخت زورواکان او فاسدې کړۍ دخیلې دي او اسلامي امارت له هر ډول توپیر او منصب پرته د هغوی مخه نیولې او دا لړۍ به نور هم په جدیت مخې ته ځي.
شرعي وویل چې له غصب څخه خلاصې شوې ځمکې به تجارانو، صنعتکارانو، بزګرانو او عام ولس او غریبانو ته د مختلفو کړنلارو له مخې ووېشل شي.
د غزني والي ملا عبدالصمد جاوېد وویل چې په غزني کې لا هم په لکونو جریب ځمکه غصب ده چې په وینا یې، شاوخوا لس لکه جریب غصب شوې ځمکه تثبیت شوې او څلوېښت زره جریب امارتي تثبیت شوې او استرداد شوې ده.
د یادونې ده، د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې میاشتې په ۳۰مه د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې توشيح او دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون لایحه یې په ۹ مادو کې منظور کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP