Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، تمه ده چې د مس عینک سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب له تضمین د دغه کان استخراج او پروسس ژر پیل شي او زیاتوي چې د واخان دهلېز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.
په چین کې د افغانستان سفیر او د هغه هېواد د اسیایي څانګې مشر د «عینک مسو کان» چارو پر پیل ټینګار کړی او افغان سفیر هیله څرګنده کړې چې د «واخان دهلېز» پرانیستل کېدو لپاره هم باید هڅې ګړندۍ شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې حکومت دې د واخان لويې لارې پاتې چارې بېرته پیل کړي، څو له چین سره د سوداګرۍ لپاره واټن کم شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې افغانستان او چین کولای شي د واخان دهلېز له لارې د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
ځینې سرچینې وایي، پاکستان هڅه کوي د واخان په سیمه کې پر افغانستان د ترانزیټي لار نښلولو یو اوږدمهالی تړون تحمیل کړي، له دې امله باید حکومت د واخان دهلېز موضوع ته جدي پام وکړي؛ ځکه چې په داسې مسایلو کې «غیرفعال سیاست» او نه پاملرنه د زیان لامل ګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP