Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
د زرنج ښار اوسېدونکې یوولس کلنه نازګل چې دوه کاله مخکې له خپله او اووه کلنه خور یې د روږدي پلار له لوري واده ته اړې شوې وايي، خپله له تاوتریخوالي سره مخ ده خو په دې دوو کلونو کې له خپلې خور هیڅ احوال نه لري چې مړه ده که ژوندۍ.
غزني کې د ۳۲ جوړو د واده ګډ مراسم په داسې حال کې چې د اړوندو کورنیو سلګونو کسانو په کې ګډون کړی و، ترسره شول.
په افغانستان کې د واده لوړو لګښتونو او ولور له امله ځیني ځوانان کوژده نهشي کولای او ځیني بیا د دغو لګښتونو پوره کولو لپاره کلونه کلونه په پردیو ملکونو کې مزدوري کوي.
په بامیان کې یو شمېر ځوانان په ودونو کې د ناسمو دودونو او لوړو لګښتونو له امله شکایت لري او وايي چې اوس هم په دغه ولایت کې ناسم دودونه له منځه نه دي تللي او د ځوانانو پر وخت واده کولو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
سرپل کې د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته د ۱۰۰ جوړو ګډ واده مراسم د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او د دغه ولایت د ځینو اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
ډاکټران د ماشومانو معیوب زېږېدو مخنیوي لپاره د امېدوارۍ وخت کې د جدي مراقبت او په خپل سر د درملو نه خوړو توصیه کوي او دغه راز زیاتوي چې له نږدې خپلوانو سره له واده کولو دې هم ډډه وشي.
په واده کې د ډېر لګښت مخنیوي او د دغه فرهنګ دودولو په موخه، بلخ کې د ۱۲۵ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
. . .
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۸ کسان مسموم شوي او په یوه بله پېښه کې بیا په میمنې ښار کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
غزني کې د یوه کس په مالي ملاتړ د ۲۰ ځوانو جوړو د واده یوځايي مراسم ترسره شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP