غزني (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): غزني کې د یو شمېر دیني عالمانو له لوري د ۲۴ ځوانانو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو یې پهکې ګډون کړی و.
د دغه واده یوه تنظیموونکي مولوي سید ګلاحمد معتمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د واده دغه ګډ مراسم د غزني د دیني عالمانو له لوري په ودونو کې د ډېرو لګښتونو مخنیوي په موخه جوړ شوي وو.
هغه زیاته کړه، دوی پخوا هم د ودونو دا ډول ګډ مراسم جوړ کړي او له تېرو یوولسو کلونو راهیسې یې دا دوهویشتم ځل دی چې ترسره کوي یې.
د هغه په خبره، پر نننیو مراسمو څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د یادو دیني عالمانو له لوري ورکول شوی دی.
د نوموړي په خبره، دغه مراسم د غزني او دایکنډي ولایت د ۲۴ ځوانانو لپاره نیول شوي وو او په خبره یې، د ډېرو لګښتونو او لوړ ولور د مخنیوي او په ټولنه کې د اخلاقي فساد د له منځه تلو په موخه به د واده دغه ډول مراسمو نیولو ته دوام ورکړي.
ورته مهال، د واده یوه ګډونوال سعید وویل، اوسمهال د بېروزګارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله ډېر شمېر ځوانان شته چې د خپل واده مراسم نه شي ترسره کولی او زیاته یې کړه چې د دغه ډول ګډو مراسمو جوړېدل ورته اړین دي.
دغه راز د قهار په نوم یوه زوم وویل: «نن مو د واده په دغو مراسمو کې ګډون کړی، ډېر خوشحاله یم، د دغه ډول مراسمو ترسره کول د بېځایه لګښتونو مخنیوی کوي.»
هغه هیله وښوده چې دغه دود دې په ټول هېواد کې عام شي.
د نوموړي ترڅنګ د عادلې په نوم د هغه ناوې وویل، له کوژدې یې دوه کاله تېر شوي، خو خاوند یې د بېوزلۍ له امله واده نه شو کولای.
هغې زیاته کړه: «ډېر د خوښۍ ځای دی، داسې خلک لرو چې دا ډول مراسم ترسره کوي.»
د یادونې ده، له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د خیریه بنسټونو له لوري د ودونو دغه ډول ګډ مراسم ترسره شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP