Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
خوست ته له کوزې پښتونخوا د واليبال راغلي يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو ولسونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او یووالي په موخه دې د دواړو لورو ځوانانو لپاره د سپورټي لوبو سیالۍ جوړې شي.
د پنجشېر ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو د اوړي ټورنمنټ له پیلېدو خبر ورکوي.
پکتیا کې د شپږو ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سمنګان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال پسرلنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ او د «سرکنده» لوبډلې په نایباتلولۍ پای ته ورسېدې.
پروان کې د محصلینو د والیبال د شپږو ټیمو ترمنځ د «ارغوانګل» والیبال جام سیالیو اتلولي «عقابان» لوبډلې وګټله او «فتح خیبر» ټیم دویم مقام خپل کړ.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د میدانوردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پيل شوې.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال تورنمنټ چې د دغه ولایت په سیغان والسوالۍ کې د ۱۲ ټیمونو ترمنځ پیل شوی و د «قرونه» ټيم په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو په لړ کې امالبلاد، سپینغر، بست او هندوکش لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار ومونده
د غزني د ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په کابل کې د هېواد په کچه د والیبال درېیم پړاو تمریني او د استعداد موندنې ملي کمپ پیل شو چې په پای کې به یې د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي.
لوګر کې د سوېلختیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي د خوست لوبډلې وګټله.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن