منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۸ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ: افغانستان سریلانکا ته لوبه وبایله

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱۶ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته وبایله.

د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو ترمنځ نن د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن له سریلانکا سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه چې ۳ پر ۲ یې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.

د یادونې ده، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا د مالدیف له لوبډلې سره ترسره کړي.