Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): میدان‌وردګو کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د درېیو ولایتونو د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د میدان‌وردګو د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د والیبال فدراسیون له لوري د میدان ښار په دولتي جمنازیوم کې د یوې ورځې لپاره جوړه شوې وې.

هغه زیاته کړه چې په یادو سیالیو کې د میدان‌وردګو، کابل او غزني ولایتونو شپږو لوبډلو (مبارز ځواک، مبارز اتلان، مبارز ستوري، مبارز یاران، مبارز قهرمانان او مبارز ځوانان) ګډون درلود چې په پای‌لوبه کې د غزني مبارز ستوري لوبډلې د کابل مبارز ځواک ته د ۳-۱ ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولې یې خپله کړه.

نوموړي وویل: «د دې سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د همغږي پیاوړې کول، د غوره لوبغاړو پېژندل، د والیبال پرمختګ او ټولو لوبغاړو ته د نړۍوالو اصولو له مخې د معیاري تجربو برابرول وو.»

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي نورالهداء پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې د درېیوو ولایتونو په کچه د والیبال سیالۍ ترسره شوې او غواړي چې ورته سیالۍ په نورو ولایتونو کې هم جوړې شي.

باید وویل شي چې تېره ورځ هم د میدان‌وردګو د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.