Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د ښاروالۍ له لوري د څه باندې لس میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د څو ټولګټو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ځایي اوسېدونکو د ستونزو هوارېدو ترڅنګ ۱۰ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د يو استنادي دېوال جوړېدو کارونه پيل شول.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ۷ میلیون افغانیو په لګښت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ځایي مسوولین وایي، په میدان وردګو، پنجشېر او غور ولایتونو کې د بیارغونې ځینې پروژې بشپړې شوې.
د کندهار ځّایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اتو ناحیو کې د کوڅو، ویالو او پلچکونو جوړولو یوې پروژې کار پیل شو.
په غزني کې د ولاړو اوبو ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو کارونه جریان لري چې ۵۰ سلنه مخې ته تللي دي.
د کابل ښاروالي وايي، تېر کال یې له خپلو عوایدو له ۴ میلیارد ډېرې افغانۍ د لسګونو پراختیایي پروژو پر پلې کولو لګولې او روان کال په پام کې لري چې له خپلو داخلي عوایدو په کابل ښار کې د ۵ میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې کړي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۲ ميليون او ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو پنځه پروژې بشپړې شوې دي.
کابل ښاروالي د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې، په کابل ښار کې د ۷۸۰ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې پلې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن