Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ یې د ظرفیت لوړونې او روزنې برخو کې د یو لړ پروژو چارې روانې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا اته میلیارد افغانیو په لګښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظور شوې.
د ماليې وزارت وایي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو هغه ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې چې د مـلي عوايـدو او کاري فرصتونـو د زياتوالي، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او مـلي بودجـې پـه ښـه تمويـل كـې مهـم رول لوبوي.
د کابل ښاروالۍ له لوري په دیارلسم ناحیه کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.
په فراه او ننګرهار ولایتونو کې د نږدې یوولس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه او د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار د کليو پراختیا او بيارغونې رياست مسوولين وايي، روان ۱۴۰۲ لمريز کال يې په دغه ولايت کې د ۱۱۳۶ ميليون افغانيو په لګښت د ګڼو پروژو کارونه پيل کړي چې له ډلې یې یو شمېر پروژې بشپړې شوې دي.
د کونړ ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د نږدې درې میلیارد افغانیو او ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت لسګونه پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، دغه ولایت کې فعالو ۳۳ بهرنیو او داخلي موسسو په تېر یوه کال کې د ۳۵ میلیون او ۱۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
چارواکي وایي چې د هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د لسو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې .
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لسګونو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بامیان په یکهولنګ ولسوالۍ کې د څهکم ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوې شبکې او یوه ښوونیز مرکز ودانی د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن