پلعلم (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د شل کیلواټه برېښنا رسولو یوې پروژې چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې دوه زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور د یادې پروژې د چارو د پیل مراسمو کې وویل، د برېښنا رسولو دغه پروژه د وزارت له پراختیایي بودجې د شاوخوا ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د راتلونکي یوه کال په موده کې پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د محمداغې ولسوالۍ دوه زره کورنۍ له وارداتي برېښنا برخمنې شي.
هغه زیاته کړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت په لوګر کې ګڼې پروژې تر کار لاندې لري او هڅه کوي روان کال یې بشپړې کړي څو د نوو پروژو عملي کېدو ته لاره هواره شي.
منصور بهر ته پر تللو افغانانو غږ وکړ چې بېرته راستانه شي او د اسلامي امارت نظام تر چتر لاندې ولس ته خدمت وکړي.
دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه ولایت دی او اړتیا ده چې اسلامي امارت دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بلخوا، د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دې ولسوالۍ کورونو ته د برېښنا رسولو پروژه پيل شوه.
نوموړی ټینګار کوي چې محمداغه کابل ته څېرمه ولسوالي ده او لویې پکتیا ته هم د برېښنا مزي له همدې ولسوالۍ تېر شوي، خو بیا یې هم خلکو ته په بشپړه توګه برېښنا نه در ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP