کابل (پژواک، ۲۴ غويی ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کاسا زره پروژې په اړه جوړه شوې ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ.
کاسا زر له تاجکستان او قرغیزستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږدولو پروژه ده چې په درېیو نورو هېوادو کې یې چارې نږدې پای ته رسېدلې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا سوېلي اسیا ته د برېښنا لېږد تر ټولو ستره د ګډو اقتصادي ګټو پروژه ده چې د افغانستان له لارې تېرېږي.
یاد شرکت نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کاسا زر پروژې په اړه جوړه شوې ناسته د تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایي بانک او د بهرنیو ادارو او بنسټونو استازو په ګډون د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې جوړه شوې ده چې د دې پروژې په اړه به هر اړخیزې خبرې په کې وشي.
د سرچینې په حواله، جوړه شوې ناسته کې به د پروژې چارو پر اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حل لارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، ژمن دی چې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي څو د کاسا غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا زیاتې پیاوړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP