Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د نږدې ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه رغنیزې پروژې پیل شوې

اسعداباد (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د نورستان په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د نږدې ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه رغنیزې پروژې پیل شوې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمداسماعیل غزني‌وال چې د یادو پروژو د پرانیستې لپاره یې نورستان ته سفر کړی و، کامدېش کې یوې غونډې ته وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پر اساس، د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمو ولسوالیو ته پراختیایي پروژې ځانګړې شوې دي چې دغه لړۍ اوس عملاً له نورستانه پیل شوه.

هغه زیاته کړه: «په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې اووه بنسټیزې پروژې منظور شوې چې د پنځو یې چارې پیل شوې دي، دغه پروژې د سړکونو ترمیم، د اوبو رسولو شبکې جوړول او یو کانګرېتي پل رغول رانغاړي.»

د غزني‌وال په وینا، وزارت هڅه کوي چې د دغو وروسته پاتې سیمو د خلکو اړتیاوو ته په پام بنسټیزې او دوامداره پروژې تطبیق کړي.

د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل هم د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، پيل شوې پروژه کې ۲۵ کیلومتره سړک رغول شامل دي چې کامدېش به د نورستان له مرکز پارون سره ونښلوي، دغه راز، یو ۲۰ متره کانګرېتي پل او د اوبو رسولو یوه شبکه هم جوړېږي چې له امله به یې شاوخوا ۴ زره جریب کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د هغه په خبره چې پر دغو پروژو نږدې ۹۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

دی زیاتوي، لا هم نورستان ته د ورته بنسټیزو پروژو اړتیا شته او باید پاملرنه ورته زیاته شي.

د کامدېش ولسوالۍ یوه قومي مشر محب‌الله وویل: «زموږ سیمه له کلونو جګړو ځپل شوې، خو له بده مرغه پخوانیو حکومتونو هیڅ پاملرنه نه ده کړې؛ موږ له اسلامي امارته مننه کوو چې زموږ د اړتیاوو پراساس یې پروژې منظور کړې.»

همدارنګه، یو بل اوسېدونکی سیدعظیم له حکومت او مرسته‌کوونکو ادارو وغوښتل چې سیمې ته یې دې د پراختیايي چارو برخه کې نوره پاملرنه هم وشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.