مزارشریف (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د بلخ د اقتصاد ریاست وایي چې تېر زېږدیز کال د دغه ولایت په کچه د شاوخوا ۲۷۵ میلیون ډالرو په لګښت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۸ پروژې پلې شوې دي.
د بلخ د اقتصاد رییس مولوي سردارمحمد حیدري وویل چې د دغو پروژو له ډلې ۱۰۱ پروژې د ملي او نړۍوالو مؤسسو له خوا او دغه راز ۵۷ نورې پرمختیایي پروژې بیا د دولت له بودجې پلې شوې دي.
نوموړی زیاتوي، دغه پروژې د روغتیا، پراختیا، پوهنې، کرنې او ځينو نورو برخو کې تطبیق شوې چې ورسره زرګونه خلکو ته په کې کاري فرصتونه او اسانتیاوې هم برابر شوي وو.
هغه وایي: «په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ملي او نړۍوالو مؤسسو په مالي مرسته د ۲۲۳ میلیون او ۱۸۰ زره ډالرو په ارزښت ۱۰۱ پروژې تطبیق شوې او همدارنګه د اقتصاد ریاست له لوري بیا په همدې موده کې د ۳۷ میلیونه ۸۴۱ زره او ۹۰۰ ډالرو په ارزښت ۵۷ پراختیایي پروژې د کرنې، روغتیا، پراختیا، پوهنې او اقتصاد برخو کې تطبیق شوې دي.»
بلخوا، د بلخ د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د رغنیزو او پرمختیايي پروژو د پلې کېدو هرکلی او پر دوام یې ټینګار کوي.
د البرز ولسوالۍ اوسېدونکی جمالالدین وایي، نه یوازې دا چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره دوی ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې، بلکې د اقتصادي ودې په ښهوالي کې یې هم ګټور رول ادا کړی دی.
هغه وایي: «ډېر خوښ یم چې زموږ په سیمه کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه او ورسره د خلکو زیاتې ستونزې حل شوې.»
د اغاګل په نوم د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی هم د یادو پروژو پلې کېدو ته خوښ دی.
هغه وایي: «خوښ یو چې زموږ لویه لار په اساسي ډول ورغول شوه؛ په ژمي کې د موټرو لپاره ډېرې ستونزې او په ډېرې سختۍ به تګ راتګ کېده، خو اوس شکر دی دولت اطرافي سیمو ته توجه کړې ده او نوره توجه یې هم غواړو.»
په همدې حال کې، د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی سیدعمر وایي، حکومت دې هغو لرو سیمو کې هم پروژې تطبیق کړي چې په تېر کې ورته هيڅ کار نه دی شوی.
سیدعمر وایي: «پخوا په ښاري سیمو کې د پراختیا او بیارغونې لپاره زیات کار شوی خو له دولت او مرستندویه مؤسسو غوښتنه لرو چې د ولسوالیو لرو پرتو سیمو ته دې هم پاملرنه او کار وکړي؛ ځکه خلک له ډېرو ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
دغه پروژې د بلخ د اقتصاد ریاست له لوري په داسې مهال پلې شوې چې د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له خوا هم د روان کال په لړ کې د اوبو رسولو ۲۴ شبکې او نهه چکډيمونه جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP