غزنې کې ۱۵ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ښار کې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ښار کې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
مسوولین وایي چې فاریاب او سرپل کې د اوبو رسونې پنځو شبکو او د یوه چوک جوړولو چارې بشپړې او دغو ولایتونو کې د شپږو چکډيمونو او یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې په هرات ولایت کې د۲۵ میلیونه ډالرو په ازرښت د برېښنا بېلا بېلې پروژې تایید شوې او له اوبو او برېښنا وزارت څخه په ادې اړه نظر وغوښتل شو.
ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولايت د صنعتي پارک ځمکه له کلونو وروسته له غصب خلاصه او نن پکې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په لګښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له جرمونو او نشهیي توکو سره د م.م د مبارزې دفتر له استازې سره په لیدنه کې د کرنې میکانیزه کولو برخه کې له مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال په افغانستان کې د یاد هېواد له لوري د یو شمېر رغنیزو پروژو د پيل خبر ورکوي او وایي چې په دغه هېواد کې د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري چې دا مهال نیمګړې پاتې دي.
د ننګرهار د کليو پراختيا او بيارغونې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې يې د ۲۲ ميلیونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو څلور شبکې جوړې کړې دي.
حکومتي چارواکي وایي چې د بلخ د تختهپل اوبو رسولو پروژې ځنډیدلې چارې بېرته پیل شوې او تمه ده چې ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۴ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سرپل ځایي مسوولینو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اووه میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان په ملاتړ د ۱۸ میلیون ۱۵۵ زره افغانيو په لګښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه نوې شبکه جوړه شوه او څلور نورې یې ترمیم شوې.
د بغلان ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۳۲۲ میلیون افغانیو په لګښت پلې شوې ۲۴۳ رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
میدانوردګو کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په نرخ، چک او جلریز ولسوالیو کې د نهه میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پيل شوې.
ځایي مسوولین وایي چې په فراه او زابل ولایتونو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بیارغونې پروژې بشپړې او پیل شوې. د فراه د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحی سباوون…
ننګرهار کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت کوټ ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې اتو پروژو چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ ميليون افغانيو په لګښت د کرنې پراختيا برخه کې يو شمېر پروژې پيل شوې.
د کاپیسا سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په الهسای او تګاب ولسوالیو کې د اوو پروژو چارې چې د استنادي دېوالونو او د سیند غاړو جوړول په کې شامل دي، پیل شوې. د کاپیسا…
د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت د کوهستان په لومړۍ او دویمې حصې ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۹۸ پروژو د چارو له پیلېدو خبر ورکوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اقتصاد وزارت مسوولین وایي، په تېر کال کې په ټول هېواد کې د یو میلیارد او ۶۴۷ میلیونه ډالرو په لګښت د ۳۵۷۳ پروژو چارې پيل شوې چې ۲۲۳۳ یې بشپړې او ۱۳۴۰ تر کار لاندې دي.