Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د لس ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.
د سرپل یو شمېر کروندګر د تېر کال په نسبت د پنبې د بیې پنځوس سلنه ټیټوالي له امله اندېښمن دي، خو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د پنبې لپاره د بازار پیدا کولو په هڅه کې دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات ډېر شوي، خو کروندګر غوښتنه کوي چې د پنبې حاصلاتو ته بايد مناسب بازار پيدا شي.
بلخ کې مسوولین او د پنبې پروسسکوونکو اتحاديه له کروندګرو غواړي چې د پنبې د کیفیت خویندي ساتلو په موخه دې د پلاستیکي بوریو پر ځای له نخي بوریو کار واخلي.
په بلخ ولایت کې د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکې له دوو لسیزو وروسته يو ځل بيا فعاليت پيل کړ او په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ټنه غوړي تولیدوي.
په بلخ کې د پنبې پروسس فابريکو مسوولین وایي، سږ کال د پنبې د حاصلاتو کموالي یې کارونه ټکني کړي او راتلونکي کال ته هم اندېښمن دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۶۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د درې ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د ۶۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې پروسس یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د پنځه ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري.
د کندهار په صنعتي پارک کې د ۵۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې کار پیل کړ او لسګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ د تېر کال په پرتله د پنبې کرنه پنځه برابره ډېره شوې ده.
د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت کروندګرو د پنبې کرکيلې ته مخه کړې او حاصلات يې د قناعت وړ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن