Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په ۳۸مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۸۰ قیراطه زمرد د ۹۷ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر د زمردو په ۳۷مه داوطلبۍ کې ۳۲۹۵ قیراطه زمرد په ۲۲۶ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول او چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې د کانونو برخه کې د پانګونې لومړنۍ طرحې وړاندې کړې.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه پنځه کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو اړوند د زمردو ۲۱ نوې کاني ساحې تثبیت شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په غزني ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې او په پنجشېر کې بیا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
پنجشېر کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز بازارک کې درې کسان د پولیسو له لوري د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
په ۳۶مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۲۰۹ قیراطه زمرد د ۱۴۶ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي چې له پنجشېره کابل ته د اوبو لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې دي او د بودجې او نورو اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي کې چارې هم پيل شي.
د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي چې دغه ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره وصل شي.
په څلور دېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي ۲۰۳۵ قیراطه زمرد په ۴۹ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې د چهارمغزو حاصلات ۲۳۵ ټنه وو خو سږ کال یې دغه کچه شاوخوا ۲۰۰ ټنو ته راټیټه شوې دي.
د پنجشېر ولایت له کانونو د استخراج شوو زمردو په ۳۳مه داوطلبۍ کې ۱۹۱۰ قیراطه زمرد په ۱۶۴ زره او ۶۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP