Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار، کندهار او هلمند پوهنتونونو یو شمېر محصلین ادعا کوي، ځیني استادان محصلینو ته چانسونه او یا ډېرې کمې نومرې ورکوي چې له دې سره محصلین له تحصیلي بورسونو او کادري ازموینو پاتې کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د پوهنتون د استادانو میاشتنۍ تنخواګانې علمي رتبو ته په پام له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړې شوې دي.
د وردګ پوهنتون مسوولین وايي، پرون په دغه پوهنتون کې د ۱۹ اعشاریه ۲ میلیون افغانیو په لګښت پنځه پروژې بشپړې شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پوهنتون ته د ودانۍ جوړېدو او د استادانو ستونزو ته د رسېدنې ژمنه کړې ده.
د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې «د افغانستان د لوړو زدهکړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس» نن د کب په ۲مه پیل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د نجونو لوړو او ثانوي زدهکړو ځنډولو تر پرېکړې وروسته په ټولنیزو شبکو کې د «یا ټول – یا هېڅ» تر عنوان لاندې کمپاین پیل شوی دی.
د غزني له پوهنتونه تازه فارغ شوي محصلین خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او وايي، حکومت دې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون اورتوپيدي څانګه د ۷۷ زره ډالرو په لګښت په نوې او عصري بڼه ورغول شوه.
د پروان د عامې روغتیا ریاست او سل بستریز تخصصي روغتون په همکارۍ، د دغه ولایت په پوهنتون کې یو روغتیايي کلینیک جوړ شوی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په کابل په پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د عبدالله بن مسعود په نوم د تخصصاتو ریاست ودانۍ پرانیستل شوه.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني محصلینو ته په خطاب کې ویلي چې له سیاسته ځان خبر کړئ، خو د بل چا د سیاست لپاره ځان مه استخداموئ؛ ځکه پوهنتون د جنګ نه بلکې د علم ډګر دی.
د کونړ پوهنتون یو استاد وايي، د «نیوکو له امله» د لوړو زده کړو وزارت له خوا د حاضرۍ له لاسلیکولو منعه شوی، خو په ختیځ کې د یاد وزارت استازی وایي چې دغه استاد «تخریبي تبلیغات» کول او د نظام پر پرېکړو یې ملنډې وهلې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP