ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ځينو استادانو شکایت؛ یو شمېر محصلین وايي، اړ دي پوهنتونونه پرېږدي

له ځينو استادانو شکایت؛ یو شمېر محصلین وايي، اړ دي پوهنتونونه پرېږدي

author avatar
11 Apr 2023 - 13:54
له ځينو استادانو شکایت؛ یو شمېر محصلین وايي، اړ دي پوهنتونونه پرېږدي
author avatar
11 Apr 2023 - 13:54

جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د ننګرهار، کندهار او هلمند پوهنتونونو یو شمېر محصلین ادعا کوي، ځیني استادان محصلینو ته چانسونه او یا ډېرې کمې نومرې ورکوي چې له دې سره محصلین له تحصیلي بورسونو او کادري ازموینو پاتې کېږي.

پژواک خبري اژانس د ننګرهار، هلمند او کندهار پوهنتونونو د ځینو پوهنځیو د ازموینو د پایلو پاڼو (شوقو) کاپي ترلاسه کړې ده.

د دغو پاڼو له مخې، د هلمند لوړو زده‌کړو موسسې اړوند د انجنیري پوهنځي د لومړي ټولګي په کالکولس مضمون کې له ۴۸ زده‌کړیالانو ۳۵ یې چانس خوړلی او ۱۳ نور بریالي شوي دي.

چانس هغه حالت ته وایي چې محصل په ازموینه کې د بریالیتوب له نومرو (۵۵) څخه کمې نومرې واخلي او د بریالیتوب لپاره باید په اړوند مضمون کې بیاځلې ازموینه ورکړي.

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم ټولګي په نړۍوال اقتصاد مضمون کې له ۹۰ زده‌کړیالانو څخه ۴۰ ته یې له ۶۰ کمې نومرې ورکړل شوې او تر ۲۰ ډېرو ته چانس ورکړل شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي څلورم ټولګي په جراحي مضمون کې له ۱۲۹ زده‌کړیالانو ۷۵ ته یې یوازې د کامیابۍ نمره (۵۵) ورکړل شوې او ۱۴ نورو ته چانس ورکړل شوی دی.

د یاد پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم ټولګي د غذا او تغذیې مضمون د شقې لومړۍ پاڼه کې له ۳۵ زده‌کړیالانو ۱۱ ته یوازې د کامیابۍ نومرې (۵۵) او لسو ته چانس ورکړل شوی دی.

زده‌کړیالان په راتلونکي کې له تحصیلي بورسونو او کادري ازموینو د پاتې کېدو اندېښنه لري

د ننګرهار پوهنتون یو محصل چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وايي: «زما امید دا و چې په لسو غوره زده‌کړیالانو کې به راشم او راتللم هم؛ ځکه فیصدي مې بیخي زیاته وه، یوه کس استاد ته زما په اړه کوم څه ویلي و، له همدې امله زه چانس شوم او له ما څخه یې لس زره افغانۍ غوښتې چې له چانس څخه دې وباسم… پارچه مې پرې راوباسله او پوره سوالونه مې حل کړي وو، خو داسې ځایونه یې راته ښودل چې بیخي بې‌هوده و، زما زړه یې له پوهنتون څخه تور کړ، نږدې پر رواني ناروغیو باندې اخته وم.»

د ننګرهار پوهنتون محصل عبدالغفار، زده‌کړیالانو ته د کمو نومرو ورکولو په اړه پژواک ته وویل: «محصلین د کادر فیصدۍ ته اندېښمن وي، کله چې هغه پوره نه شي کړای نو دوی راتلونکي کې د نورو زده‌کړو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي؛ مثال ماسټري او دوکتورا برنامې، همدارنګه زیاتره دا تشویش کوي چی د استادۍ چانس هم له لاسه ورکوي؛ خارجي بورسونو ته تګ بله غټه ستونزه ده.»

هغه وايي، له همدې امله زده‌کړیالان هڅه کوي چې د راتلونکو فرصتونو لپاره ټاکل شوې نومرې پوره کړي.

نوموړی زیاتوي: «کوم استاد چی سم تدریس نه شي کولی نو هغه زیاتره وخت سخته پارچه (سوالونه) برابروي څو محصل په کې کمې نومرې واخلي.»

د کندهار پوهنتون محصل قهار عاطف هم وویل، زده‌کړیالان غواړي په راتلونکي کې د پوهنتونونو استادان شي؛ نو ځکه نه غواړي چانس ورکول شي او یا یې د نومرو سلنه کمه شي.

هغه ادعا کوي چې ځیني استادان له زده‌کړیالانو سره ضد کوي او د ازموینو په پایلو کې ترې قصد اخلي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند پوهنتونونو او موسسو کې له ۷۵ نومرو پورته نومري کادري ګڼل کېږي او له ۵۵ کښته نومرې چانس حسابېږي.

د استادانو چلند؛ ځيني محصلین وايي، نور د پوهنتون پرېښودو ته اړ کېږي

د کندهار پوهنتون انجينري پوهنځي یوه محصل چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک ته وویل: «استاد محصل ته په داسې نظر ګوري چې ته به وايې لوی دښمن یې دی.»

هغه زیاتوي: «خپله یې په عصبي ناروغۍ اخته کړی یم، ډاکټر ویل، یا به ارام کوې او یا به انجینري پوهنځی پرېږدې.»

د ننګرهار پوهنتون یو محصل وايي: «په دغه پوهنتون کې محصلان داسې حالت ته رسېدلي، مجبور دي چې پوهنتون پرېږدي.»

هغه زیاتوي چې په پوهنتونونو کې ځیني استادان لږ تدریس کړی وي، خو محصلینو ته وایي چې ټول چپټر دې زده کړي؛ ځکه چې ازموینه کې له ټول چپټر څخه سوالونه راولي.

د شریف په نوم یو کس وایي: «کشر ورور مې د پکتیا پوهنتون د مهندسۍ انجینري کې ده، استادانو دومره یې ډار کړی چې تېره ورځ یې پرته له څه ویلو تعجیل واخیست.»

یو بل محصل چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، په خواله رسنیو کې محصلانو ته د کمو نومرو ورکولو په اړه له شکایتونو خپرېدو وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت یو پلاوی ننګرهار پوهنتون ته رسېدلی، څو یاده مسئله وڅېړي.

د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وایي چې په دغه پوهنتون کې یې د زده‌کړیالانو د یاد شکایت څېړلو لپاره د ازموینې کمېټې د مسوولینو په مشرۍ او د ځینو استادانو په ګډون وړمه ورځ یو پلاوی ګومارلی و.

هغه وايي: «ټاکل شوي پلاوي په هغو پوهنځیو کې چې شکایت ترې کېده، د ټولو محصلانو پارچې وارزولې او کومه خاصه ستونزه نه وه او وروسته محصلانو ته هم قناعت ورکړل شو.»

د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرام‌شاه عاصم وویل، له ازموینو مخکې د هر پوهنځي لپاره د ازمویني کمېټه ټاکل کیږي چي په خبره یې؛ د اړوندي پوهنځي د ټولو محصلینو د ازموینو لړۍ د همدې کمېټې تر څار او ارزوني لاندي مخته وړل کیږي او ددې ترڅنګ که د هر محصل ځوابونه سم نه وي او محصل د چانس او یا هم کمو نمرو سره مخ کیږي، کمېټه یې ځوابونه څو ـ څو ځله ګوري او دغه راز د چانس او کمو نمرو ترلاسه کولو وروسته محصل ددې حق لري، چي کمېټې ته خپله عریضه وړاندي کړي، یې حق خوړل سوي وي کمېټه به یې ژر تر ژره ورته رسېدنه وکړي.

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو رییس احمدضیا الهام وایي: «د جمهوریت له سقوط راهیسې محصلان ویني چې د پخوا غوندې محرومي او ناکامي نه کېږي؛ نو ځکه پوهنتون ته ډېر نه حاضرېږي او نه هم ازموینو ته ډېر چمتووالی نیسي، استادان هم په دې کې تر ډېره مقصر نه دي.»

هغه زیاتوي: «استادان هم ټول ملایکې یا فرشتې نه دي چې ستونزه به ونه لري، یا شخصي عقدې ونه پالي، یا دې د استادۍ په ټولو معیارونو برابر وي، ځيني استادان له محصل څخه د خپل لیاقت په څېر وړتیا غواړي.»

پژواک یاده موضوع د لوړو زده‌کړو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

Visits: 5644

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.