ژبه

کابل پوهنتون کې د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس پیل شو

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې «د افغانستان د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس» نن د کب په ۲مه پیل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دغه کنفرانس کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شېخ ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور، یو شمېر نورو چارواکو او د هېواد په کچه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی وو.

د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز پیلیزه وینا وکړه او و یې ویل، دغه کنفرانس د کابل پوهنتون په نوښت او د لوړو زده‌کړو وزارت په همکارۍ جوړ شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د کنفرانس جوړولو موخه دا ده چې د بېلابېلو علومو پوهان او متخصصان د افغانستان د لوړو زده‌کړو د پياوړتیا لپاره خپل نظرونه له دوی سره شریک کړي څو شته شتونزې په ګوته شي او د علمي څېړنو په رڼا کې حل‌لارې ورته ولټول شي.

عزیز وايي، په دغه تړاو وار له مخه د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو ۷۵ څېړنېزې مقالې هم را رسېدلې چې ارزولو ته یې یوه کمېټه ټاکل شوې او په درېیو برخو یې وېشلې دي.

د نوموړي په خبره، د دغو مقالو له جملې ۲۵ داسې دي چې هم به په کنفرانس کې واورول شي او هم به د کنفرانس په کتاب کې چاپ شي؛ دغه‌راز ۲۰ نورې مقالې به یوازې د کنفرانس په کتاب کې چاپ شي او پاتې ۳۰ مقالې به په نږدې راتلونکي کې لومړی اصلاح او وروسته به بحث پرې وشي.

عزیز وویل، په دغو مقالو کې د شمېر له مخې د کابل پوهنتون او کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ترڅنګ د کندهار، کونړ، پکتیا، بدخشان، دایکنډي او نیمروز پوهنتونونو ونډه د نورو په پرتله ډېره وه.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف‌الله خیرخواه وویل چې په دغه درې ورځني کنفرانس کې به په تخصصي برخو کې بحث وشي او اړوندو پوښتنو ته به ځوابونه هم وویل شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې له امنیت وروسته د یوه نظام دویم لوی مسوولیت تعلیم دی چې باید ځانګړی پام ورته وشي.

هغه زیاتوي، لوړې زده‌کړې د یوه هېواد د ملا تیر ګڼل کېږي او کولای شي چې د دولت پیاوړی بشري ځواک برابر کړي.

د خیرخواه په وینا، لوړې زده‌کړې د یوه دولت ستراتیژیک عمق ټاکي او تمه یې وښوده چې له دغه کنفرانس وروسته شته ستونزې حل شي.

په یاد کنفرانس کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم وویل، دغه کنفرانس د دې لپاره جوړ شوی چې افغانستان د لوړو زده‌کړو په برخه کې د نړۍ سیال، لوړې زده‌کړې یې پیاوړې او په دې برخه کې شته نیمګړتیاوې په نښه شي.

دی وایي، افغانستان له علمي اړخه نیمګړتیاوې نه لري، که څه نا څه موجودې وي نو دا د ټولو مسوولیت دی چې د حل په برخه کې یې اقدام وکړي.

هغه د پوهنتون د استادانو د اقتصادي او امنیتي ستونزو حل د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولیت وګاڼه او د حل ډاډ یې ورکړ.

نوموړي د هېواد پوهنتونونو له ټولو استادانو وغوښتل چې خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکړي، د هېواد په تحصیلي نظام کې نیمګړتیاوې په نښه کړي او د حل لارې په برخه کې له وزارت سره مرسته وکړي.

نوموړي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند احمدشاه زغم پر مړینې خواشیني څرګنده کړه او د هغه مړینه یې لویه ضایعه وبلله.

د کابل پوهنتونو استاد پوهاند میر عزیز احمد فانوس له پژواک سره په خبرو کې وویل، دغه کنفرانسونه کولای شي چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په برخه کې ګټور واوسي.

هغه وایي، تخصصي زده‌کړې د یوه هېواد د پرمختګ لپاره خورا مهمې دي او حکومت باید دې برخې ډېره پاملرنه وکړي.

فانوس زیاته کړه، دغه کنفرانسونه دی نور هم زیات شي څو د پوهنتون استادان د خپلو علمي څېړنو پر اساس د هېواد د لوړو زده‌کړو سیسټم پیاوړی کړي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد رحیم‌الله ځیرک هم ورته نظر لري او د ورته کنفرانسونو د زیاتولو غوښتنه کوي.

دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه څو ورځې مخکې د افغان نړۍوال پوهنتون او د هېواد بېلابېلو تحصیلي بنسټونو د ۲۹ څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل غونډه کې د پوهنتون له استادانو غوښتنه کړې وه چې د یوه معیاري او کره نصاب جوړولو په برخه کې پوره هڅه وکړي.