Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
۶۰ کلن غلام حضرت چې نږدې یوه میاشت مخکې د پکتيا له پوهنتونه فارغ شوی و، نن سهار ومړ.
پکتیا کې چارواکي وایي، د دغه ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره نښلېدونکې «خرلاچي» لاره د خیبرپښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې د جګړې له امله وتړل شوه.
د پکتیا د سپورټ ریاست مسوولین وايي، تېر ماښام د دغه ولایت پوهنتون په جمنازیوم کې د ولایت په کچه د والیبال ۵۲ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې.
د پکتيا ګمرک مسوولین وايي، نن سهار يې ۴۰۰ پاکټه پټاکۍ چې له پاکستانه په یوه پیکاپ موټر کې راوړل کېدې، کشف او ترلاسه کړې دي.
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په مکاوې سیمه کې نن د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې.
د پکتيا په شواک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
امنيتي مسوولين وايي، په بلخ او پکتيا ولايتونو کې ١٣٠ ميله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د پکتيا ګمرک مسوولين وايي، له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدونکي ۱۰ ډوله نظامي تجهیزات یې ترلاسه کړي دي.
د پکتيا مستوفيت چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې ٢٠٨ ميليونه افغانۍ عوايد ټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالى ښيي.
د پکتيا امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی او پنځه کسان نور د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ۹ ميليون افغانيو په لګښت د لمريزي برېښنا د پايو نصبولو چارې پيل شوې.
پکتیا کې د يونیسف ادارې له لوري د ښوونځيو له یو سل او ۱۵ زره زدهکوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن