Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيا د کرنې ریاست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات توليد شوي، خو فارملرونکي بیا د کورني تولیداتو د بازار ښه کېدو لپاره پر وارداتي شاتو د بندیز غوښتنه کوي.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پر یو کور د تندر غورځېدو پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسواليو کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړیږي.
د پکتيا برېښنا رياست وايي، په دغه ولایت د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د برېښنا ۳۰ کوچنۍ پایې چپه شوې چې له امله د زرګونو کورونو برېښنا پرې شوې ده.
د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او اديبانو په ګډون د «جرګو او د سنګر سړي» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه.
د پکتيا د بدنې روزنې او ورزش ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۱ لوبغاړو ترمنځ د «یو بل منل» تر عنوان لاندې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په ګردېز ښار او ولسواليو کې يې ۷۰۰ کسانو ته په وړيا ډول د زدهکړو پروګرام پيل کړ.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د متحده عربي اماراتو د پنځه میلیون امریکايي ډالرو په مالي ملاتړ د یوه روغتون جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ يې د دغه ولایت په ټولو ولسواليو کې څه باندې ۶ زره کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د پکتيا مرستیال والي وايي، د ولايت په کچه رسنيو او خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ له هغوی سره د مالي او نورو ستونزو په حل کې هم همکاري کوي.
د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د حوزوي روغتون په ګډون له څلورو روغتیایي مرکزونو سره د ۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
ستره محکمه وايي چې د پکتیا ولایت په مرکز کې پر يوه «قاتل» د قصاص حکم پلی شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP