Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړيږي

ګردېز (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳) د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسواليو کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړیږي.

د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریيس مولوي نصيرالله هجرت رسنيو ته وويل چې د نوو سايټونو جوړېدو لپاره سروې ترسره شوې او د جوړولو چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

هغه دغه راز زیاته کړه، ياد سايټونه د سلام مخابراتي شرکت له خوا د پکتیا په زرمت، روحاني بابا، وزې ځدراڼ، ميرزکه، احمدخېل، لجه‌منګل، جانخېل، اريوب، ګرده څېړۍ او شواک ولسواليو کې جوړيږي.

د هغه په خبره، د نوو سايټونو له جوړېدو سره به په مخابراتي برخه کې د لرو پرتو سیمو د خلکو ستونزې تر یوه بریده هوارې شي خو لا هم یو شمېر سیمې شته چې مخابراتي خدمتونونو ته لاسرسی نه لري.

ورته مهال، د يو شمېر لرو پرتو سيمو خلک هم وايي چې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي.

د روحاني بابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې مخابراتي شبکې کار نه کوي او د اړيکو نيولو لپاره اړ کېږي چې لوړو غونډيو ته وخېژي.

هغه زیاته کړه، اوس وخت کې مخابراتي خدمتونه د ژوند لومړنۍ اړتيا ده او له حکومتي مسوولينو غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.

د جانخېل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بلال هم پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري.

هغه زیاته کړه چې د اړتيا پر مهال د یوې اړیکې نیولو لپاره تر ډېرې لرې سیمې پورې ځي.

د معلوماتو له مخې، روان کال په پکتيا کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو له خوا څلور سايټونه جوړ او فعال شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.