Language

پکتيا کې پر يو کور د تندر غورځېدو پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پر یو کور د تندر غورځېدو پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.

د پکتـیا ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه، تېره شپه شاوخوا نهه بجې د سیدکرم ولسـوالۍاړوند بر سیجنک سیمه کې د باران پر مهال شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.

د پکتيا د امنيه قومانداني وياند منيب ځدراڼ هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.

Related Topics