Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې څه باندې ۳۷ زره ۳۲ جریبه ځمکه قانوني شوه.
د کندهار د تخه پل ولسوالۍ د مېل پله په سیمه کې د دوو اړخونو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه کې لس تنه ټپیان شوي دي.
د سرپرست حکومت یوې باوري سرچینې ویلي، چې د ځمکو د غصب کمېسیون لخوا په پخواني ولسي جرګه د کابل د خلکو استاد مولوي تره خېل نیولی دی.
د افغانستان د عدليې وزارت وايي، یوه میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۳۰ زره او ۳۰۰ جريبه امارتي ځمکه له تثبیت وروسته، استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم کړې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وایي چې نږدې یوه کال په موده کې په سمنګان او بدخشان کې شاوخوا ۱۲۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون وایي چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
کندهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او بېرته د حکومت ملکیت شوه.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو معین د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ښار کې ۴۰ زره غصب شوې ځمکه مسترد شوې ده.
د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جریب ځمکه بېرته مسترد شوې ده.
د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمیسیون وایي چې د دې کمیسیون د کار له پیل راهیسې د څه باندې ۷،۹ میلیون جریب ځمکې سروې شوې او له دې ډلې ۵۸۹ زره ۴۹۹ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
د کورنیو چارو وزات وايي، د څو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه دوه زره جرېبه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.
د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې يې ۱۷ زره او ۵۰۰ جريبه هغه شاړې ځمکې چې څو لسيزې نه وې کرل شوې، خصوصي سکټور ته یې په قرارداد ورکړې او ابادې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP