Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست ویلي، نن يې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۰۶ زره څارویو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین پیل کړ.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې ٢٠ زره څارويو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه .
د جوزجان کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څارویو خوراکي توکو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که له مالدارانو سره مرسته ونه شي، ښايي څه باندې یو میلیون څاروي یې له منځه لاړ شي.
په غور ولایت کې یو شمېر مالداران وايي، د وچکالۍ او بېوزلۍ له امله مجبور دي چې خپل څاروي په ټيټه بیه وپلوري.
کابل ښاروالي وایي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څارويو د پېر او پلور بازارونه د ښاري ګډوډۍ او چاپېریال ککړېدو لامل شوي او ټاکل شوې ټول یاد بازارونه د دغه ښار «کمپنۍ» سیمې ته ولېږدول شي.
د لوګر اوسېدونکي او مالداران وايي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه غواګانې مړې کړې دي او د لا خپرېدو په حال کې ده.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې خلکو د ښار په مختلفو سيمو کې د قربانيو د څارویو پاتې شوني غورځولي او له امله یې دا مهال د ښار په واټونو کې بد بوى پیدا شوی دی.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې پر زرو کسانو د څارویو لپاره یې ټولټال ۲۰۰ ټنه خواړه وېشل شوي دي.
. . .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن