د راپورونو له مخې، هند کې د یوي چادونې له امله یو موټر چلوونکی او لس پولیس وژل شوي دي.
کندهار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲) چارواکي وایي، د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
یوناما په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې په غبرګون کې ویلي چې د روځنیو فعالیتونو په لړ کې د ملکي افغانانو په نښه کول د نه منلو وړ کار دی.
. . .
غزني ښار (پژواک، ۳ ورۍ ۱۴۰۲): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې چاودنې د ټپیانو له ډلې یوه ماشوم ساه ورکړې ده.
د پروان امنيتي مسوولین وايي، په بګرام ولسوالۍ کې دوه تنه د چاودنې له امله ټپيان شوي او په چاریکارو ښار کې د چاودېدونکو توکو او وسلو ډېپو کشف شوې ده.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په غورقند کلي کې د لاسي بم چاودنې له امله د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون د یوې کورني شپږ غړي وژل شوي دي.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند په «التمور» سیمه کې د هاوان د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت په بارکهان سیمه کې په یوه چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې یوه پوسته کې له پخوا پاتې شوي نارنجک د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې، د یوې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.