ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د پرونۍ چاودنې یوه ټپي ماشوم ساه ورکړه

غزني کې د پرونۍ چاودنې یوه ټپي ماشوم ساه ورکړه

author avatar
23 Mar 2023 - 15:00
غزني کې د پرونۍ چاودنې یوه ټپي ماشوم ساه ورکړه
author avatar
23 Mar 2023 - 15:00

غزني ښار (پژواک، ۳ ورۍ  ۱۴۰۲): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې چاودنې د ټپیانو له ډلې یوه ماشوم ساه ورکړې ده.

پرون د غزني د واغظ ولسوالۍ اړوند چهارده سیمه کې یوې زړې سرګلولې د لوبو پر مهال پر ماشومانو چاودنه کړې وه چې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي وو او د دوو ماشومانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی و.

د غزني د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منصور افغان نن (د وري ۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې پېښې یو ټپي ماشوم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

خو هغه زیاتوي چې د یوه بل ټپي ماشوم روغتیايي حالت هم خراب دی او د څلورو نورو ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.