Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، امریکا او چین پر یو بل د تعرفو د کمولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمهییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د اېمسيسي چیني شرکت له استازو سره د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د اروزګان او پکتیا ولایتونو لپاره د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو کې همکاري وکړي.
چينايي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د لیویانګ ښار په یو رسټورانټ کې نن د اورلګېدنې له امله ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، یوه چینایي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د شرایطو له برابرېدو سره به عملي اقدام وکړي.
چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله، خو اوس د امریکا ولسمشر ویلي، که دا تعرفه لرې نه کړې نو امریکا به پر چينايي توکو پنځوس سلنه نوره تعرفه ولګوي.
سوېل ختیځو ولایتونو کې د جلغوزیو یو شمېر سوداګر وایي چې د چین انحصاري بازار د دوی کاروبار ته زیان اړولی او د جلغوزیو صادرات یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
کابل کې د چین سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو افغان کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د رياستالوزراء د دفتر عمومي رییس کابل کې د چین له سفیر سره په ليدنه کې هیله څرګند کړې چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې خپلې هڅې ونه سپموي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP