Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او چیني چارواکو د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان بانک سرپرست د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک وايي، په کابل کې د چين سفیر د یاد بانک له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، چین غواړي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د همکاریو پر بنسټ لا پسې پراخې شي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانک سرپرست نوراحمد اغا د چین له سفیر جاو شینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

نوراحمد اغا ویلي، د افغانستان بانک په تېرو نږدې څلورو کلونو کې توانېدلی چې له ګڼو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره مؤثرې اړیکې رامنځته کړي، او ژمن دی چې دا اړیکې لا پسې پیاوړې او پراخې کړي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان بانک هڅه کوي څو د مالي او بانکي سکټور برخه کې تخنیکي همکارۍ ډېرې کړي، د پانګونې لپاره لا ډېر مناسب او خوندي چاپېریال برابر شوی، سوداګري اسانه شوې، د ظرفیت لوړونې او نورو اړوندو برخو کې یې عملي اقدامات ترسره کړي دي.

په کابل کې د چين سفیر جاو شینګ ویلي، چین غواړي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي او زياتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د همکاریو پر بنسټ لا پسې پراخې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.