Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
لومړنۍ سوداګره چې د داوطلبۍ له لارې کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرولو قرارداد ترلاسه کړی او ۵۷ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، له نورو سوداګرو ښځو غواړي چې په داسې داوطلبیو کې ګډون وکړي څو ګټوونکې شي.
د سمنګان په درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کانلرونکي وایي، له قرادادي شرکتونو پرته – چې سکاره په ارزانه بیه پېري – نورو ته د هغوی د سکرو د پېر اجازې نه ورکولو له تاوان سره مخ کړي دي او که دا ستونزه حل نه شي، کارونه دروي او ګڼ شمېر کسان به وزګار شي.
اقتصادي کمېسیون د دې ترڅنګ چې پرېکړه کړې د ډبرو سکرو پر طرحې او قراردادونو دې له سره کتنه وشي، يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کابل ښار شهزاده سرای سره نږدې د سوداګريز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د ډبرو سکرو د وېش بهیر د پيل اعلان وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر اوسه له سمنګان څخه کابل ته د ډبرو سکرو نږدې ۳۰۰ موټرونه را رسېدلي او په کابل کې یې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د غزني اوسېدونکي وايي، سږ کال- چې لا ژمی نه دی را رسېدلی- په دغه ولایت کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۵ زره افغانۍ ده چې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
کندوز (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د سونتوکو په ځانګړي ډول ډبرو سکرو
د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان کې د کاربن مونواکساید ګاز خپرېدو له امله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.
د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، هلې ځلې روانې دي چې له ایران سره د ډبرو سکرو صادراتو هوکړه لاسلیک شي او په دې اړه پرمختګونه هم شوي دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اړوند په سپينڅک سيمه کې د ډبرو سکرو يوه کان د استخراج چارې پيل شوې چې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو يو کان تثبيت شوی او د استخراج چارې يې يوه داخلي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې.
د مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ډبرو سکرو له صادراتو شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP