Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لسنیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زدهکړو محروم پاتې دي.
د غزني د جاغوري ولسوالۍ خلک د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د زابل د خاکافغان ولسوالۍ خلکو ته د دوستي په نوم یو ښوونځی جوړوي.
د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالۍ د کتبخېل لېسې بیارغونې چارې د خلکو په مالي مرسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د څپري سیمې اوسېدونکي وایي، ۲۵ کاله مخکې یې په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه چې اوس د بارانونو له امله ویجاړه شوې ده.
د غزني د ناوې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، د دې ولسوالۍ نږدې ټول ماشومان له زدهکړو محروم پاتې دي؛ ځکه د ټولې ولسوالۍ په کچه چې شاوخوا ۵۰۰ لوی او واړه کلي لري، یوازې یو منځنی ښوونځی فعال دی.
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې یو نوی تاسیس شوی لومړنی ښوونځی پرانیستل شو چې د اوس لپاره به په کې دوه سوه زدهکوونکي زدهکړې کوي.
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړېدو کار بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرپل کې د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له خوا د سل زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، یوه کس د دغه ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د شهيد ميرعالم ناصح په نوم د هلکانو یوه ښوونځي ودانۍ د برېښنا شارټۍ له امله سوځېدلې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن