Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د سواد زدهکړو په یوه کوچني ټولګي کې یو شمېر لوړ عمر لرونکي ښځې او ځوانې نجونې په لیک لوست بوختې دي؛ دغه زمینه د یوې داسې ښځې له لوري چې خپله یې هم په ماشومتوب کې زدهکړې نه دي کړې، برابره شوې ده.
د پروان ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او شینواري ولسوالۍ کې د دوو جلا قضیو په تړاو پر یوه سړي او یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د بامیان په ګډون د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا هم د ښځو غږ د خپلو لومړنیو حقونو تر لاسه کولو لپاره خاموشه دی. مهر د ښځو هغه شرعي او قانوني حق چې د نکاح تړلو پر مهال ټاکل کېږي خو دا حق ډېرو مېرمنو لپاره یوازې د نکاح پر پاڼه لیکل شوې یوه کلمه ده.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د درونټې ساحه کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی؛ ښځې او یوه ماشوم یې ژوند له لاسه ورکړی او بل ماشوم ژغورل شوی دی.
اریانا رحماني هغه مېرمن چې د زعفرانو د پروسس برخه کې یې روزنه لیدلې، وايي چې هرات کې د زعفرانو د پروسس مرکز جوړولو له لارې توانېدلې چې د ځانبسیاینې سربېره څه باندې ۶۰۰ نورو ښځو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
جوزجان کې یوه ښځه چې د خوږو د تولید کارخونه یې جوړه کړې، وایي، د دې ترڅنګ چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي، لسو نورو بېوزلو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې د جلالاباد سیمهيیز روغتون کې يوې مېرمنې په يو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
غور کې د لاسي صنایعو تولیدونکي یو شمېر ښځې چې ورته د کاروبار زمینه برابره شوې، خوشحاله دي خو له اسلامي امارته غواړي چې د کاروبار پراختیا لپاره یې د دوی ملاتړ وکړي.
جوزجان ولایت کې یو شمېر بزګران، په ځانګړي ډول زعفرانکاران له حکومته غواړي چې د زعفرانو د کښت برخه د مسلکې روزنې زمینه ورته برابره کړي څو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
هرات کې یوې ښځې د غالیو اوبدلو یوې کارخونې په جوړولو سره ۳۰ نورو بېوزله ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د غور ولایت د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا هم ځینې میندې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون لپاره کلیوالي دایو ته ورځي چې دغه کار په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.
د سمنګان یوې اوسېدونکې سلطانې واحدي د ۴۰ زره افغانیو په پانګونې سره د لبنیاتو د پروسس کارخونه جوړه کړې او له دې لارې یې د دغه ولایت لسګونو بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP