Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«خاموشه حق»؛ بامیان کې یو شمېر ښځې لا هم د خپل مهر غوښتنه نه کوي

بامیان (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د بامیان په ګډون د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا هم د ښځو غږ د خپلو لومړنیو حقونو تر لاسه کولو لپاره خاموشه دی. مهر د ښځو هغه شرعي او قانوني حق چې د نکاح تړلو پر مهال ټاکل کېږي خو دا حق ډېرو مېرمنو لپاره یوازې د نکاح پر پاڼه لیکل شوې یوه کلمه ده.

د بامیان د مرکز یوه اوسېدونکې خدیجه اخلاقي په خپګان وايي: «شاوخوا ۲۵ کاله کېږي چې واده مې کړی خو مېړه مې تر اوسه یوه افغانۍ هم د مهر په نوم نه ده راکړې؛ او هیڅ اراده یې هم نه‌لري.»

د نکاح تړل کېدو پر مهال یې مهر ۸۰ زره افغانۍ ټاکل شوی و خو دا پیسې یې نه دي تر لاسه کړي. دا یوازې د خدیجې کیسه نه ده؛ په بامیان او د هېواد په ډېرو نورو ولایتونو کې زینت، لیلا او لسګونه نورې ښځې هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

زینب د بامیان د مرکز یوه بله اوسېدونکې ده چې دوولس کاله مخکې یې واده کړی دی. هغه پر دې باور ده چې ناسم دودونه د دې لامل شوي څو ډېری ښځې خپل مهر تر لاسه نه‌شي کړای، وايي، که ښځې خپل مهر وغواړي، پرته له منفي پایلو به بل څه ونه‌لري.

هغه وايي: «که ووایم چې مهر مې غواړم، ډارېږم چې د خاوند زړه مې له ما تور نه‌شي، جنګ ونه‌شي او یا خبره تر طلاق ونه رسېږي، له همدې امله غلې یم.»

لیلا هم چې د ګډ ژوند یې شل کاله تېرېږي، تر اوسه یې د خپل مهر چې ۱۲۰ زره افغانۍ ټاکل شوی و، یوه افغانۍ هم نه ده تر لاسه کړې. هغه چې د بامیان د مرکز اوسېدونکې ده، وايي: «څو ځلې مې وویل خو پرته له بې‌پروایي او سپکاوي مې بل څه نه دي اورېدي. بامیان کې چې کله ښځه طلاق شي، یوازې په هغه صورت کې شاید خپل مهر تر لاسه کړي، هغه هم که نصیب یې ښه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وايي چې د اسلام له نظره مهر د ښځې حق دی او خاوند یې پر ورکړه مکلف دی.

بامیان کې یو دیني عالم نعمت‌الله صادقي وايي، مهر یا مهریه هغه مال دی چې د اسلام له نظره د نکاح تړلو پر مهال نجونو لپاره ټاکل کېږي او خاوند یې مکلف دی چې وروسته له واده د خپلې مېرمنې دغه حق ورکړي.

د هغه په وینا، د مهر له ټاکلو او دواړو خواوو له رضایت پرته نکاح کول جایز نه‌دي او اسلام کې د کم مهر سپارښتنه شوې چې هر نارینه مکلف دی له واده وروسته په پوره رضایت دغه شرعي حق خپلې مېرمنې ته ورکړي.

دغه‌راز، یاد دیني عالم وویل چې ښځې حق لري خپل مهر وغواړي او د مهر په مصرفولو کې هم بشپړ اختیار لري چې په دې برخه کې څوک د مداخلې، ګواښ او ځورولو حق نه‌لري څو ښځې له خپل دغه حق څخه تېرې شي او له خپلې غوښتنې څخه ډډه وکړي.

مهر هغه مال دی چې د نکاح تړلو په وخت کې ښځې لپاره ټاکل کېږي. د دواړو خواوو له رضایت او مهر ټاکلو پرته نکاح جایزه نه‌ده، د مهر ورکول یوه شرعي وجیبه ده او ښځه اختیار لري هر کله چې وغواړي خپل د مهر غوښتنه وکړي او خاوند هم د مهر پر ورکولو مکلف دی.

خو ولې په بامیان کې ښځې له خپل دغه حقه بې‌برخې دي؟

ټولنیز فعاله هاجر حسیني د دې مسلې د لاملونو په اړه وايي: «ناسم کلتور، د پوهاوي کچې ټیټوالی، اقتصادي بې‌وزلي، د دې لامل شوي څو د مهر غوښتل ګناه وګڼل شي او د ډېریو په فکر هغه ښځه چې خپل حق وغواړي سپین‌سترګې او بې‌حیا ګڼل کېږي.»

د حسیني په وینا، کله چې د مهر غوښتل جرم وګڼل شي، ښځه مجبورېږي چې څه ونه وايي او کوم حق چې دین او قانون ورکړی، ویې نه غواړي.

ورته مهال، ځايي چارواکي ټینګار کوي چې مهر یو مشروع او خوندي حق دی.

د بامیان ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي محمدحنیف حنفي وايي، د الله (ج) د دستوراتو او د اسلام مبارک پیغمبر (ص) شریعت له مخې، ټولې ښځې د مهر حق لري او هیڅ څوک حق نه‌لري ښځې له خپل دغه حقه محرومې کړي.

دغه‌راز، هغه څرګنده کړه، که ښځې له خپل دغه شرعي او اسلامي حق څخه بې‌برخې کېږي، کولای شي عدلي بنسټونو ته شکایت وکړي څو د قانون له لارې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

سره له دې چې مهر په اسلام کې ښځو لپاره یو مسلم حق پېژندل شوی، خو واقعیت دا دی چې د بامیان په ګډون د هېواد په ډېری سیمو کې ښځې د ټولنې قضاوتونو، طلاق یا کورني تاوتریخوالي له ډاره ان د مهر غوښتلو جر‌أت نه‌لري او د خپل حق له غوښتلو تیېرېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.