یو شمېر جوزجانۍ مېرمنې د مرخېړیو کرلو له لارې ځان بسیاینې ته رسېدلې دي او له حکومته یې غواړي څو د نورو سبو کرلو په برخه کې روزنه ورکړي.
د اختر له رارسېدو سره، په مېمنه ښار کې پېرېدونکي چې ډېری یې ښځې دي، شکایت کوي چې د مناسب اقتصادي حالت نه لرلو له امله د اړتیا وړ توکو پېرېدلو توان نه لري؛ او له حکومته غواړي چې د دغه ښار اوسېدونکو ته د کار پراخه زمینه برابره کړي.
اټلانټا (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱) : د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې ویلي چې امریکا او د افغانستان اوسني سرپرست حکومت دواړه د ښځو د
په دایکنډي کې امنیتي سرچینې وایي، د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري په تېرو څلورو مياشتو کې ۴۰۰ ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې.
کندهار کې ښځې وايي، ډېر وخت کېږي لاسي صنایعو ته یې نندارتونونه نه دي جوړ شوي چې دغه کار یې پر کاروبار بد اغېز کړی او د تولیداتو بازار یې کمرنګه شوی دی.
په هرات ولایت کې ځینې ښځې د حکومت له مشرتابه غواړي چې په دولتي ادارو کې دې بیا د دوی لپاره د پراخ فعالیت زمینه برابره کړي.
د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په ساحه کې یوه ښځه وژل شوې او سر ترې پرې شوی دی.
حکومت له پلچرخي زندان څخه ۱۶ بندي ښځې خوشې کړې دي.
. . .