ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې له یوې ښځې سر پرې شوی دی

کندهار کې له یوې ښځې سر پرې شوی دی

author avatar
16 Feb 2022 - 09:54
کندهار کې له یوې ښځې سر پرې شوی دی
author avatar
16 Feb 2022 - 09:54

کندهار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۰): د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په ساحه کې یوه ښځه وژل شوې او سر ترې پرې شوی دی.

د دې ښځې جسد چې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته وړل شوی، پر بدن یې د ځورونې او شکنجې نښې هم لیدل کېږي.

د میرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، د وژل شوې ښځې جسد تېره ورځ دغه روغتون ته ور وړل شوی چې د چاقو په وسیله یې سر پرې شوی او وژل شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې اړه نور معلومات نه لري چې دا پېښه څنګه او د چا له خوا شوې ده.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف حکیمي پژواک اژانس ته وویل، هغه معلومات چې دوی ترلاسه کړي، داسې ښکاري چې دا ښځه د کورني تاو تریخوالي له امله وژل شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ښځې د وژلو په تور یو شمېر کسان نیول شوي او پلټنې ترې پیل شوې دي.

خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، وژل شوې ښځه درې اولادونه لري او د وژلو په تور یې خاوند نیول شوی دی.

په تېرو شپږو میاشتو کې په کندهار کې دا د خپلې بڼې لومړۍ پېښه ده چې له یوې ښځې د سر پرې کېږي او وژل کېږي.

Views: 3302

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.